تازه خبرونه

د انګورو او خټکیو د بازار نشتوالي خصوصي سکتور اندېښمن کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ اوپانګونې خونې مسوولین وايي، د خټکیو او انګورو فصل په رارسیدو دی او د مارکیت د نشتون له کبله خصوصي سکتور اندېښنه شوی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولین وايي، چې د هېواد د خټکيو او انګورو فصل په رارسیدو دی؛ خو د بازار موندنې په برخه کې اوس هم کوم کار ندی شوی.

دوۍ وايي، پر پخوانیو مارکیتونو سربېره په متحدعربي اماراتو کې هم افغان تازه میوې لپاره مناسب مارکیت شته.

دوی زیاتوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت باید د دې ستونزي له پېښيدو وړاندې د بازار موندنې تدابیر ونیسي.

د سوداګرۍ او پانګوڼې خوني غړی یونس مومند وایي، چې د هېواد انګورو او خټکیو ته مو په متحده عربي اماراتو کې خورا مهم مارکیت شته او سوداګر هلته هم صادارت کولی شي. تر یوه بریده د سیمي مارکیتونه هم له افغان سوداګرو سره شته دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، چې هڅه کوو د هېواد د صادراتو لپاره مارکیتونه پیداکړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیاله مقدسه یورش وایي؛ مونږ د هېواد د صادراتو لپاره د تازه مارکیتونو په اړه خبري پیل کړي، چې، بلاروس، اوکراین، آذار بایجان او د مرکزي آسیا له نورو هېوادونو سره خبري رواني دي.

د سوداګرۍ وزارت وايي، د صادراتو د پراختیا په تازه پالیسۍ کې ډېر تمرکز پر هغو مارکیتونو کیږي، چې نوي او ډاډمن وي؛ ځکه پخواني مارکیتونه يي ډېر ډاډمن ند ي او ډېر تمرکز پرې نکوو.

خبریال: اسلم حجاب   

Trending

Exit mobile version