تازه خبرونه

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله د طبیعي پېښو پر کنترول ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس له مسوولو بنسټونو غوښتي، چې د طبیعي پېښو د کنترول لپاره د عامه پوهاوي پروګرام پراخ کړي.

د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړې، چې د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر کار نه دی شوی.

هغه زیاته کړې، چې د طبیعي پېښو د زیانونو د کنترول او د جګړه ځپلو سیمو د خلکو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان په همکارۍ یو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې نیول شوي دي.

د طبیعي پیښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وایي؛ د معلوماتي څانګې پر جوړولو کار روان دی او مرکزي اداره به له لس ولایتونو سره نیغ په نیغه ونښلول شي.

دغه چمتووالی په داسې حال کې نیول شوی، چې تېر کال دوه سوه زره کسان د جګړو او طبیعي پېښو  له کبله بې ځایه شوي او یا زیانمن شوي دي.

خبریاله : افسون محمدی

Trending

Exit mobile version