تازه خبرونه

د سولې دوه ورځې خبرې او د مهمو ګامونو پورته کیدل!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو په لومړي ځل د  قطر په دوحه کې له سیاسي څېرو سره په دوه ورځنۍ ناسته کې د تاوتریخوالي د کمولو ډاډ څرګند کړ.

طالبانو او سیاسي څېرو په قطر کې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته په یوه اته ماده ییزه اعلامیه کې د تاوتریخوالي پر کمیدو، د ناروغو او معیوبو بندیانو په خوشې کیدو او د ملکي تلفاتو پرکموالي هوکړه کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د افغانانو د خپلمنځي ناستې اعلامیه د سولې په بهیر کې مهم ګام بللی او وایي، چې دا پرمختګونه د حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو طرحو په پایله کې راغلي او دوی یې پلي کیدو ته چمتووالی لري.

د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي وایي، چې خبرې مثبت لوري ته روانې دي او دا پرمختګونه د حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو طرحو په پایله کې راغلي دي. د سولې مشسورتي جرګې حکومت ته واک ورکړی او حکومت اړ دی، چې هغه پلي کړي.              

په دوحه کې طالبانو، سیاسي او ټولنیزو څېرو په خپل وروستي پرېکړه لیک کې هوکړه وکړه، چې د جګړې ښکېلې خواوې دې تاوتریخوالی کم کړي او د ګواښ او غچ اخیستو د خبرو پر ځای دې په خپلو رسمي ویناوو کې له نرمې ژبې کار واخلي.

دا لومړی ځل ندی، چې طالبان د پوځي عملیاتو محدودولو ته حاضر شوي دي؛ خو افغان حکومت د دې پرېکړه لیک له ځینو مادو سره هوکړه نلري. له دې جملې د نظام څرنګوالی او د بهرنیو ځواکونو په بېړه او غیرمسوولانه وتل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ دا سمه ده، چې خبرې مثبت اړخونه لري؛ خو حکومت به د وروستيو پړاوونه لپاره ډېرې هڅې تر سره کړي.                  

اجرائیه ریاست له طالبانو غواړي د افغانانو د خپلمنځي ناستو هوکړې ته ژمن پاتې شي.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال فریدون خوځون ویلي، چې  زمونږ هیله داده، چې طالبان د افغانانو د خپلمنځي ناستو هوکړې ته ژمن پاتې او د طالبانو او حکومت رسمي خبرو ته زمینه برابره شي.         

د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید ویلي، چې د اعلامیې ځینې برخې د منلو وړ ندي؛ د افغانستان نظام له ډېر پخوا اسلامي دی او دخبرو بنسټیزې برخې باید د افغانستان له حکومت سره شریکې شي؛ ؛ خو طالبانو ویلي، چې د قطر دوه ورځنۍ ناستې له حکومتي چارواکو سره رسمي بڼه نلرله.

           

دا د افغانانو درېیمه خپلمنځي ناسته وه، چې تر سره شوه، چې په کې د  حکومت استازیو هم په غیر رسمي توګه ګډون کړی و. طالبانو او سیاسي څېرو په خپل پریکړه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي، چې دا پرېکړه لیک یې تائید او ملاتړ ترې وکړي.

Trending

Exit mobile version