تازه خبرونه
د سولې خبرو روان بهیر ملي ندی- حامد کرزی
نوموړی د سولې په بهیر کې پر شویو پرمختګونو سخت اندېښمن دی او وایي؛ دا بهیر له ابهاماتو ډک او تر شا یې د افغانستان پر سر د امریکا او پاکستان هغه معامله روانه ده، چې د منلو نده او پایله به یې نه تمامیدونکې جګړه وي.
هغه وایي: دغه بهیر په هیڅ نامه ملي ندی او هڅه کیږي، چې د بهیر واک له امریکا او پاکستان سره پاتې وي. د امریکا او پاکستان په واک کې د دې بهیر پاتې کیدل زمونږ د ګټو پر زیان او په افغانستان کې د سولې د نه راتلو معنا لري.
پخوانی ولسمشر د امریکایانو پر پړاویزو خبرو ډېراندېښمن دی او وایي، د سولې په بهیر کې د امریکایانو موخه له یوه پړاوه بل پړاو ته تېریدل او تازه جګړې ته د داعش هڅول دي.
ښاغلي حامد کرزي ویلي؛ په راتلونکيو څو ورځو کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه او له افغان دولت سره د سولې په تړاو هوکړه لیک لاسلیک شي.
حامد کرزی غواړي، چې د سولې په بهیر کې د روسیې او چین رول هم لکه د امریکا په څېر څرګند وي. په ځانګړي توګه له طالبانو سره د سولې او له افغانستان څخه په مسوولانه توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د هوکړه لیک د تضمین لپاره د روسیې او چین رول اړین دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له امریکا سره د طالبانو او له افغان دولت سره د طالبانو د هوکړو په اړه څه نه وایي؛ خو څرګندوي، چې مونږ له امریکا سره نه یوازې امنیتي، بلکې سترتیژیک هوکړه لیکونه لرو.
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په درشل کې پخوانی ولسمشر افغانستان د بهرنیانو تر اشغال لاندې بولي، چې په وینا یې خپلواک ندی او په خبره یې دولتي چارواکي او بهرني ځواکونه د نفاق خورولو او جګړې د پراختیا په هڅه کې دي او د دولتي ځواکونو، ملکیانو او طالبانو تلفات هم تنظیم شوی پروګرام بولي.