تازه خبرونه

د جګړې قربانیان د سولې په خبرو کې څنډې ته شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 رحمت الله نبیل د خپل ټاکنیز کمپاین پر لومړۍ ورځ( د زمري ۱۲) د سولې هڅې مبهمې او د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې د جګړې قربانیان د سولې په خبرو کې څنډې ته شوي

د امنیت او اعتدال ټاکنیزې ډلې د لویې جرګې په تالار کې د ټاکنیز کمپاین غونډه تر سره او پر ملي وحدت حکومت یې نیوکې وکړې او پلویانو یې د حکومت پېنځه کلن کار ته سره کارتونه پورته کړل.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل ویلي، چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره باید له طالبانو سره  خبرې وشي.

د امنیت او اعتدال ټاکنیزې ډلې په خپل کمپاین کې پر حکومت نیوکه وکړه، چې په وینا یې د خلکو تېر ایستلو هڅه کوي.

د امنیت او اعتدال ټاکنیزې ډلې مشررحمت الله نبیل وایي، چې د حکومت مشرانو خپلې ژمنې پلې نکړې او د خلکو پر ټپونو یې مالګه ودوړوله. مونږ له یو بېل فکر سره د خلکو د ستونزو د حلولو لپاره د مبارزې  ډګر ته راوتلي یو او د خلکو د غولولو هڅه نکوو او ټول باید مناظرې ته چمتو اوسو.

دا ډله ټینګار کوي، چې که ټاکنې وګتي؛ نو د هېواد ستونزو ته به د پای ټکی کیدي.

ښاغلی نبیل په دوحه کې د سولې هڅې مبهمې بولي او وایي: همدا اوس په قطر کې د سولې خبرې روانې دي؛ مونږ د جګړې قربانیان یو، چې ترې په څنډه کې پاتې یو. له طالبانو غوښتل کیږي، چې د افغانستان د حکومت سره خبرې پیل کړي. آیا په دې توګه به په یو ولایت کې هم سوله رامنځته شي؟!

د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنو مخنیوی، د ځانګړو ګټو، د زورواکۍ پای، د امنیتي ځواکونو ستونزو ته لاسرسی او په عدلي او قضایي بنسټونو کې د ستونزو پای ته رسول د دې ټاکنیزې ډلې مهم پروګرامونه یادیږي.

خبریال: خالد نیک زاد

Trending

Exit mobile version