تازه خبرونه
د زلمی خلیلزاد او طالبانو نهم پړاو خبرې پای ته رسیدلي
زلمي خلیلزاد، چې کابل ته رارسیدلی؛ په خپل وروستي تویت کې څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په درشل کې دی او د خبرو جزئیات به افغان چارواکو ته وړاندې کړي.
زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې؛ له طالبانو سره د توافق په درشل کې دی، چې له مخې به یې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به زمینه برابره شي.
په قطر کې د طالب پلاوي ویاند سهیل شاهین ویلي، چې نهم پړاو خبرې په بریا پای ته رسیدلي دي.
د شاهین په وینا د یکشنبې پر ورځ هم د دواړو خواوو کاري ډلو پر ځينو تخینکي مسایلو خبرې وکړې.
د طالبانو او امریکایانو د نهم پړاو خبرو خبرو افغانان ډاډمن کړي دي.
په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي ویلي؛ مونږ هیله من یو، چې د سولې خبرې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي.
سیاسي کارپوه وحید مژده ویلي؛ اوس ستونزه داده، چې ټاکنې باید وځنډیږي او که ټاکنې تر سره کیږي بیا؛ نود هوکړې پرېکړې د پلي کیدو ندي.
د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي، چې یو آلماني بنسټ لګیا دی مرکچي پلاوي ته د مذاکراتو مهارتونه ور ښيي.
لدې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وه، چې طالب او امریکايي پلاوی د سپتمبر تر لومړی نېټې هوکړې ته هیله من دی.
د طالبانو او امریکايي پلاوی تر منځ نهم پړاو خبرې په داسې حال کې پای ته رسیدلي، چې په افغانستان کې جنګ او جګړو زور اخیستی دی.