تازه خبرونه
د خلکو د رایو پر بنسټ دې پایلې اعلان شي- عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله له خپلې ټاکنیزې ډلې سره یو ځای د نادریې ښوونځي رای مرکز ته ولاړ او خپله رایه یې وکاروله.
نوموړی په ټاکنو کې د درغلیو له شونتیا اندېښمن شوی؛ نو، ځکه یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون وغوښتل، چې خپل استقلالیت خوندي او پایلې د خلکو د رایو له مخې اعلان کړي.
هغه وایي، چې د ټاکنو پر ورځ د خلکو له قربانیو باید سیاسي استفاده ونشي.
د سولې عالي شورا رييس وايي، چې د تنظیم شوي تقلب مخه باید ونیول شي.
د سولې عالي شورا رييس محمد کریم خلیلي ويلي؛ په ټاکنو کې د پراخو درغلیو لپاره پلان جوړ شوی، چې مخه یې باید ونیول شي.
محمد محقق هم اندېښنه وښوده، چې ګواکي د خلکو په رایو کې د ځينو کړيو لخوا لاسوهنه کیږي.
د حکومت د اجرئیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق بیا ادعا کوي، چې په لوی لاس د دوی د پلویانو په سیمو کې د ټاکنو مرکزونه تړل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې له ټاکنو دوه ورځې وروسته به لومړنۍ پایلې اعلان شي.
اندېښنو او تقلب ته په کتو به روښانه شي، چې د ټاکنو پایلې به د نوماندانو لپاره څومره د قناعت وړ وي.