تازه خبرونه
د حکومت مشرانو پر باعزته سولې ګډ ټینګار څرګند کړ
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزی له طالبانو سره د مبارزې بڼې شهرت ته ورساوه؛ خو یو طالب بریدګر ترې ژوند هم واخیست.
ولسمشر غني د پولیسو اکادمي د جنرال رازق پر نوم ونوموله او څرګنده یې کړه، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د جنرال عبدالرازق په څېر د وسلوالو ترهګرو څلور پړاوه بریدونه ځپلي او ناکام کړي دي.
هغه دا هم ویلي، چې له طالبانو سره د سولې هڅې باید د افغان دولت پر مشرۍ او مالکیت وي؛ پرته له دې به یې ونه مني.
دا لومړی ځل دی، چې ولسمشر داکتر غني او اجرائیه رییس عبدالله تر یوه چتر لاندې ګډې سیاسي خبرې کوي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ملي یووالي او با عزته سولې پر ټینګښت ټینګار څرګند کړ.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ویلي؛ زمونږ ملت یو ګډ ټکي ته رسیدلی، چې د افغانستان دښمنان به بریالي نشي د د خلکو تر منځ بېلتون رامنځته کړي.
د جنرال رازق د لومړني تلین په نمانځغونډه کې چارواکو د خلکو تر منځ د ملي یووالي پر ټینګښت ټینګار وکړ. په داسې حال کې، چې د سیاسي قشر تر منځ د سترو مسایلو پر سر ژور درزونه ښکاره شوي دي.
د جنرال رازق ورور تادین خان، چې اوس د نوموړي پر ځای د کندهار امنیه قومندان دی وایي؛ د جنرال عبدالرازق د افغانستان د خلکو د خدمت لپاره هڅې کولې او په همدې لار کې یې ځان قربان هم کړ. مونږ به د نوموړي پروګرام پلی کوو.
جنرال عبدالرازق تېر کال د تلې پر ۲۶ د کندهار ولایت د مقام په انګړ کې د پخواني والي د یوه ساتوونکي لخوا په نښه شو؛ په هغه مهال کې له نوموړي سره نور پوځي چارواکي او د ناتو ځواکونو لوی قومندان سکات میلرهم حاضر ول.