تازه خبرونه
د حکومت او سیاسي څېرو د سولې لارې بېلې دي
تراوسه حکومت او سیاسي څیرې یوې هوکړې ته ندي رسیدلي، چې له طالبانو سره احتمالي بین الافغاني خبرو ته هراړخیز پلاوی رامنځته کړي.
هغه کسان، چې د افغانستان د سولي بهیر پرمخ وړي؛ ولسمشر غني ته داسي تګلاره لري، چې له مخه یې له طالبانو سره مستقیمي بین الافغاني خبرې پيل شي.
د جمعیت اسلامي ګوند غړی صالح محمد ریګستاني پر ولسمشر نیوکې کوي او وایي ولسمشر نه غواړې له طالبانو سره د سولي مستقیمي خبرې پیل شي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له ټولو خواوو سره مخالف نظر لري او زیاتوي، چې د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره خبرې شوي او له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره پلاوی هم ټاکل شوی؛ خو نوموړی د دغه پلاوي په اړه جزئیات نه ورکوي.
سیاسي جریانونه بیا د ارګ خبرې بې بنسټه بولي او څرګندوي، چې تراوسه حکومت په دې اړه له دوی سره مشوره نده کړې.
له یو کال راپدیخوا د افغانستان د سولې او جګړې په مسله کې ښکېل هېوادونه غوښتنه کوي، چې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره یو پلاوی وټاکل شي.
په دې وروستیو کې امریکا او اروپا په یوه ګډه اعلامیه کې له حکومت اوسیاسي څېرو غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو پر سر تمرکز وکړي او هر اړخیز پلاوي وټاکي.