تازه خبرونه

د سولې د هڅو تر څنګ باید(د افغانستان ټاکنې) له پامه ونه غورزول شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس د وزیرانو شورا ناستې ته څرګنده کړې، چې په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره دې له هر فرصت ګټه واخیستل شي؛ خو په خبره یې اوس دې ډېر تمرکز د ټاکنو پر روڼتیا وي.

هغه د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۶) په ډاګه کړه، چې یوازې د ټاکنو رڼه پایله کولی شي؛ ولسواکي وژغوري.

نوموړي په دې ناسته کې له پاکو رایو څخه د ناپاکو رایو پر بېلولو ټینګار وکړ او وایی، مونږ د ټاکنو د رایو د ارزولو په درشل کې یوږ رڼې ټاکنې به په هېواد کې ولسواکي او ثبات رامنځته کړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خپله پاملرنه د دغه بهیر روڼتیا ته راواړوي.

نوموړي زیاته کړې، چې پراخ بنسټه سوله د ټولو لیدلوري ته اړتیا لري، او ټینګار کوي چې سولې ته د رسیدو لپاره باید له هرې شونتیا ګټه پورته شي.

ښاغلی عبدالله عبدالله وایي: د سولې او ټاکنو بحث روان دی؛ مونږ مخکې هم ټینګار کړی و، چې مونږ په هره شېبه کې د سولې له شونتیا ملاتړ کوو؛ خو ټاکنې یوه شېبه هم باید د ټاکنو رونتیا له پامه ونه غورزول شي.  

دا خبرې په داسې حال کې راپورته شوي، چې له یوې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی درې ورځې کیږي، چې کابل ته راغلی او له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو یې له حکومتي مشرانو او سیاسیونو سره خبرې اترې روانې ساتلې او له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د لړم پر ۲۳ د لومړنیو پایلو او د لیندۍ پر ۱۵ د وروستیو هغو له اعلامولو ډاډ څرګند کړی دی.

Trending

Exit mobile version