تازه خبرونه
د سولې پر لوري د زلمي خلیلزاد هڅې پڅې روانې دي- سیاستوال
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ورځنی سفر اوس هم له افغان چارواکو او سیاستوالو سره روان دي؛ خو هیڅوک نه پوهیږي، چې د افغانستان سولې لپاره د خلیلزاد پروګرام څه دی؟
ځینې سیاستوال د سولې هوکړې پر لوري د خلیلزاد هڅې ټکنۍ بولي.
د اسلامي نهضت ګوند رییس سید اسحاق گیلاني ویلي، چې د سولې خبرو ته د خلیلزاد هڅې ډېرې پڅې دي. اړتیاده، چې په اړه یې چټک ګامونه پورته او له سیاستوالو سره د خبرو پایله رامنځته شي.
غوښتنې دا دي، چې په چټکو هڅو کې له یوې خوا د امریکا او طالبان تر منځ د سولې هوکړه ژر لاسلیک او له بلې خوا د افغانانو خپلمنځي خبرې هم ژر پیل شي. هغه خبرې، چې افغانستان ته برخلیک ټاکوونکي ګڼل کیږي او پایلې یې د امریکا او طالبانو له هوکړې سره تړلې ده.
د مدني ټولنو د شبکې رییس عزیز رفیعي ویلي، چې تر دې دمه یې له مدني مخکښانو سره ندي لیدلي؛ د سولې په خبرو کې بېلابېل اندونه د سولې پر وړاندې د خنډونو کچه راټیټولی شي.
سیاستوالو ویلي، چې د بیجینګ ناسته د افغان دولت، طالبانو او سیاستوالو په حضور کې تر سره کیږي.
د بیجینګ کیدونکې ناستې برخوال حاجي دین محمد ویلي، چې په بیجینګ کې د افغانانو خپلمنځي ناسته کولی شي له یوې خوا د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو بیا پیل ته لار اواره کړي او له بلې خوا د افغانانو د خبرو د پیل لپاره ګټورې پریوځي.
د بیجینګ ناسته د ناڅرګندو عواملو له کبله ځنډیدلې؛ سیاستوالو ویلي، چې دا ځنډ د ارګ لخوا د ګډون کوونکيي پلاوي د نه مشخصیدو له کبله دی.