تازه خبرونه

د صمیم فرامرز او رامز احمدي مړي خاورو ته وسپارل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د طلوع نیوز د خبریال صمیم فرامرز او د هغه د کمره مین رامز احمدي مړي له ژړا او انګولا ډک خاورو ته وسپارل شول.

د دغو خبریالانو د کورنۍ غړیو، خپلوانو، همکارانو او دوستانو د فرامرز بې روحه جسدونه له ژړا او انګولاوو ډک خاوروته وسپاره او ترې راروان شول.

هو! هغه ځوانان، چې کلونه کلونه یې د ژورنالیزم په سپیڅلې څانګه کې تېر کړل او د خلکو د ژوند پر لوړو، ژورو، چاودنو او ستونزو یې راپورونه برابر او انځوریز کړل؛ اوس خپله د ځانمرګي برید قرباني کیږي او په داسې حال کې خاورو ته وسپارل شول، چې ډېر آرمانونه ترې نیمګړي پاتې او پرې د لحد تیږې کیښودل شوې.

د فرامرز کورنۍ حکومت د خبریالانو او هېوادوالو د وژنو مسوول بولي او وایي، صمیم له ډېرو نیمګړیو آرمانونو سره له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د صمیم فرامرز ورور فهیم آریانا نیوز ته وویل: زه له اشرف غني اوعبدالله پرته بل څوک نه ملامتوم.       

صمیم او رامز څو ځله د خپلو همکارانو د وژنو لیدونکی و؛ خو د خبریالۍ لار یې پرینښوده او ټول فکر یې پر کار کولو ور ټول و.

د صمیم فرامرز همکار سید طارق مجیدي وایي؛ هغه اقتصادي ستونزو ځوراوه او ویل به یې، چې که مې افغانۍ درلودې او کورنی ژوند مو ښه وای له قزاقستان څخه نه راستنیدم او له همغه ځایه مې دوکتورا تر لاسه کوله.

دا لومړی ځل ندی، چې خبریالان د پرله پسې بریدونو او ځانمرګو حملو قرباني کیږي؛ خو د خبریالانو د خوندیتوب لپاره چاره نه ده سنجول شوې، چې څوک مسوول دي؟

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین سید فاضل سانچارکي وایي، چې د رسنیوچلوونکي او امنیتي ځواکونه دواړه ملامته دي؛ ځکه، چې له پېښې وروسته سیمه ونه تړل شوه.         

د خبریالانو ملاتړي بنسټونه او خبریالان هم نیوکه کوي، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره کومه ځانګړې کړنلاره نشته.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیتې غړی صدیق الله توحیدي وایي؛ په خواشینۍ، چې یا د افغانستان حکومت د پېښو د مخنیوي لپاره د وړاندوینې ځواکمنتیا نلري او یا دا، چې د عامو او بې ګناه خلکو له وژل کیدو سره عادت شوي او ان په دې اړه شرمیږي هم نه!         

په  تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې دا دوه یم ځل دی، چې خبریالان په ځانمرګو بریدونو کې پر نښه کیږي؛ د شش درک په برید کې نهه خبریالان وژل شوي وه او اوس په دشت برچي کې دوه نور ووژل شول.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version