تازه خبرونه

د یونس قانوني څرګندونې د جمعیت ګوند له غبرګون سره مخ شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د یونس قانوني وروستیو څرګندونو ته جمعیت اسلامي ګوند غړیو بېلابېل غبرګونونه ښودلی دی.

د رسنیو لخوا د یونس قانوني د غږیز پیغام له خپریدو څرګنده شوې، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتووالي په بهیر کې درزونه رامنځته شوي دي.

یونس قانوني د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړي ویلي، چې داکتر غني د نظام د جوړښت له بدلون سره مخالف دی؛ خو ښاغلي اتمر د نظام په بدلولو کې د جمعیت دریځ سل په سلو کې منلی دی. مونږ په یوه یویه ناسته کې د امیراسمعیل خان او استاد عطا په ګډون پرېکړه کړې، چې باید ښاغلی اتمر په دې اړه مونږ ته لیکلې ژمنه راکړي او لاسلیک پرې هم وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړی شمس الحق آرینفر ويلي، چې جمعیت اسلامي رییس کیدل او مرستیال کیدل نه غواړي، بلکې د نظام د بدلولو فکر کوي او له همدې کبله حنیف اتمر د جمعیت له غوښتنو سره هوکړه کړې ده.

جمعیت اسلامي ته نږدې جریانونه وايي، چې په ګوند کې ځانګړیو ګټو د ګوند په رهبرۍ کې درز رامنځته کړی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رييس فضل احمد معنوي وایي، چې په افغانستان کې ګوندونو ښه وده نده کړې. په خواشینۍ، چې ګوندونه قومي دي؛ جهادي تنظیمونه اوس د سیاسي ګوندونو په چوکات کې راغلي او کیدی شي یو شمېر یې په یوازې توګه او یا په ډلبندۍ کې د ګډون له مخې د ټاکنو پر لوري ګامونه پورته کړي.  

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د خپل ګوند لخوا د کاندید پر معرفي کولو غور کوي.

د جمعیت ګوند له ټاکنیزې ډلبندۍ بهر د هیڅ لوري د ملاتړ پرېکړه نده شوې او دوی لګیا دي، چې د خپل ګوند لخوا ولسمشریزو ټاکنو ته څوک کاندید کړي.

د نهضت اسلامي افغانستان رهبر محمد مختار مفلح وایي، چې په ټولو ټاکنو کې مونږ ګټونکي وو؛ خو یو شمېر په ځانګړیو معاملو کې ښکېل شول او د خلکو له رایو سره خیانت وشو. دا یو هم د مقاومت او ټینګار د حوزې استازی ندی.

که څه هم د حنیف اتمر دفتر د یونس قانوني د خبرو په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې؛ خو حنیف اتمر ته نږدې سرچینې وايي، چې د خپلې ټاکنیزې ډلې د غښتلي کولو لپاره یې له جمیعت اسلامي سره خبرې کړي او اوس هم خبرې روانې دي.

Trending

Exit mobile version