تازه خبرونه

د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو له پاکستان سره په خبرو کې د منظمې اجندا غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي، چې له پاکستان سره د څلور اړخیزو خبرو لپاره منظمه اجندا جوړه کړي.

له پاکستان سره د سولې څلور اخیزې خبرې، چې په ټپه دریدلې وې؛ اوس یې د بیا پیلولو هیلې راټوکیدلې دي. په دغو خبرو کې پر کابل او اسلام اباد سربېره د چین او امریکا استازي هم ګډون کوي. د مشرانو جرګې غړي وايي، چې حکومت باید له راوان فرصت څخه کار واخلي او پاکستان تر فشار لاندې ونیسي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالباقي بریال وایي، دغه تر سره کیدونکې ناسته کار او هڅې غواړي او حکومت باید ورته ګټوره اجندا ولري.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري بیا پر پاکستان د فشار راوړلو خبرې کوي او وایي، چې که امریکا غواړي په افغانستان کې سوله راشي؛ له چین سره دې په ګډه پر پاکستان فشار راوړي، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني هیله من دی، چې دا ځل به پاکستان پر خپلو ژمنو ټینګ ودریږي.

هغه دا هیله هم وښوده، چې پاکستان به خپلې نوې ډاډمنې ژمنې هم پلې کړي.

د کابل او اسلام آباد تر منځ د سولې څلور اړخیزې خبرې پېنځه ځله تر سره شوې؛ خو له کومې مثبتې پایلې پرته د کابل لخوا وځنډول شوې.  

خبریاله: لیدا نیازۍ

Trending

Exit mobile version