بلخ @ps
د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې وسلواله نښته روانه ده
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
دمزارشریف ښار په یوه ودانې کې د پارلمان د اړوند غړیو د اړوندانو ترمنځ وسلواله نښته روانه ده.
د مزارشریف ښار په یوه ودانۍ کې د ولسي جرګې د غړی عباس ابراهیم زاده او د مشرانو جرګې د غړي عباس اخلاقي د اړوندانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.
له سیمې څخه د آریانا نیوز خبریال وایي، چې له اړوند ودانۍ څخه د ښکېلو خواوو د ډزو پرلپسې غږونه اوریدل کیږي او دغه څای ته د نامسوولو وسلوالو راتګ شېبه په شېبه مخ په ډېریدو دی.
د آریانا نیوز خبریال بشیر عطایي وایي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې د څارلو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی.
تر دې دمه د پېښې علت څرګند شوی نه دی.