تازه خبرونه

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې چاودنې اته کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د هرات ولایت چارواکو ویلي، چې د شینډنډ ولسوالۍ په مرکز کې چاودنه رامنځته شوې، چې له یو ملکي وګړي یې ژوند اخیستی او اووه نور ټپیان دي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې وسلوالو مخالفینو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له چاودیدونکیو توکو ډک موتر سایکل ته چاودنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شو، چې په کې د څو کسو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Trending

Exit mobile version