تازه خبرونه

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د ناسوبتیا له کبله، عمومي غونډه جوړه نه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې وه، چې نن د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مسوولین د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د ستونزو په اړه توضیحات وړکړي؛ خو د اداري پلاوي د ناسوبتیا له کبله دا غونډه جوړه نه شوه.

که څه هم د ګوتو په شمېر سناتوران په تالار کې حاضر ول؛ خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی نه و، چې دې کار د حاضرو غړیو غبرګونونه راوپارول.  

د مشرانو جرګې غړی  شېر محمد اخندزاده وایي،  مونږ یونیم ساعت دادی په تمه یو؛ خو تاسې ګورئ، چې د اداري پلاوي چوکۍ توری او ناسړب دي.

د مشرانو جرګې حاضرو غړیو هم د خپلو همکارانو پر ناسوبتیا تند غبرګون وښود او له تالاره ووتل. که څه هم ویل کیدل، چې دغه ناسته به په لږ ځنډ جوړه شي

د مشرانو جرګې غړی نظر محمد فقیري وایي، مونږ سناتوران پر نهه بجو راغلو او تر یوولس نیمو پورې په تالار کې وو؛ خو اداري پلاوی رانغلو.

د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړیو جرګې ته له راتلو ډډه کړې وه او د جرګې اداري پلاوی له دوی سره ناست و. کله، چې راغلو دا نور له تالاره وتلي وه؛ نو له همدې کبله عمومي غونډه جوړه نه شوه.

پخوا هم د مشرانو جرګې عمومي غونډې د اجندا د نشتوالي او د غړیو د ناسوبتیا له کبله نه دي جوړې شوي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version