تازه خبرونه
د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د ناسوبتیا له کبله، عمومي غونډه جوړه نه شوه
ټاکل شوې وه، چې نن د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مسوولین د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته د ستونزو په اړه توضیحات وړکړي؛ خو د اداري پلاوي د ناسوبتیا له کبله دا غونډه جوړه نه شوه.
که څه هم د ګوتو په شمېر سناتوران په تالار کې حاضر ول؛ خو د مشرانو جرګې اداري پلاوی نه و، چې دې کار د حاضرو غړیو غبرګونونه راوپارول.
د مشرانو جرګې غړی شېر محمد اخندزاده وایي، مونږ یونیم ساعت دادی په تمه یو؛ خو تاسې ګورئ، چې د اداري پلاوي چوکۍ توری او ناسړب دي.
د مشرانو جرګې حاضرو غړیو هم د خپلو همکارانو پر ناسوبتیا تند غبرګون وښود او له تالاره ووتل. که څه هم ویل کیدل، چې دغه ناسته به په لږ ځنډ جوړه شي
د مشرانو جرګې غړی نظر محمد فقیري وایي، مونږ سناتوران پر نهه بجو راغلو او تر یوولس نیمو پورې په تالار کې وو؛ خو اداري پلاوی رانغلو.
د مشرانو جرګې ريیس فضل الهادي مسلمیار وايي، چې د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړیو جرګې ته له راتلو ډډه کړې وه او د جرګې اداري پلاوی له دوی سره ناست و. کله، چې راغلو دا نور له تالاره وتلي وه؛ نو له همدې کبله عمومي غونډه جوړه نه شوه.
پخوا هم د مشرانو جرګې عمومي غونډې د اجندا د نشتوالي او د غړیو د ناسوبتیا له کبله نه دي جوړې شوي.
خبریال: رفیع صدیقي