تازه خبرونه
د هرات ښار په نبي اکرم ص جومات کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ نن له غرمې وروسته د ماسپښین لمانځه پر مهال د نبي اکرم ص په لوی جومات کې چاودنه رامنځته شوې ده.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، چې چاودنه نن غرمه یوه بجه د ۷ ناحیې د نبي اکرم په جومات کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
د عامې روغتیا رییس داکتر تمنا وایي، چې په دې چادودنه کې درې کسان وژل شوی او ۹ نور ټپیان دي.
د پېښې عیني شاهدانو ویلي، چې دغه چاودنه د لیلامیانو سړک د نبي کریم ص په لوی جومات کې رامنځته شوې ده.
د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ دوه کسو برید ګروغوښتل، چې جومات ته دننه شي، خو له ساتونکیو سره په نښته کې یوه ځانته چاودنه ورکړه او بل ووژل شو.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.