تازه خبرونه
د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییز چارواکي وایي، د هرات- اسلام کلا د لویې لارې په یوه ترافیکي پېښه کې ۵ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپيان دي.
دغه پېښه د پخوانۍ لوا سیمې ته نږدې پر لویه لار رامنځته شوې ده.
عیني شاهدانو په ډاګه کړې؛ د دوه مسافر وړونکي موترو د ټکر له کبله، چې سرعت یې ډېر و؛ دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده.
د هرات امبولانس مسوول داکتر ابراهیم محمدي وایي، چې پېنځه مړي او اووه ټپیان د هرات مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.