تازه خبرونه

د مخابراتو د پخواني وزیر لومړنۍ قضايي غونډه پای ته ورسیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د موبایل کریدیت را ټولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي لومړنۍ قضايي غونډه بې پایلې پای ته ورسیده.

د ملي وحدت حکومت د کابینې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د عدالت میز ته ودرول شو. پر نوموړي تور دی، چې د موبایل کریدیت را ټولو لپاره یې تر پوښتنې لاندې تکنالوژي کارولې ده.

عبدالرزاق وحیدي د محکمې د ناستې په پیل کې وویل: تر هغې، چې لوی څارنوال د هغه صورت دعوا ونلولي؛ په غونډه کې به پاتې نشي؛ خو د قضایي پلاوي پر منځګړیتوب نوموړی له خپل شرطه تېر شو او څرګنده یې کړه، چې د ده په اړه د صورت دعوې متن دې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې رییس حکمت ناصري ولولي.  

هغه دا هم وویل، چې دغه محکمه سیاسي ده او د لګښت کارتونو د مالیاتو د راټولولو په اړه د مالیې وزارت د ګرځند غوږۍ باید ځواب ویونکې وي.  

هغه زیاته کړې، چې: په ارګ کې یوه کړۍ شته. په مخابراتو وزارت کې هم د دوه کسانو کړۍ ده؛ د ښاغلي نجیب عزیزي او ویس پایاب او په ارګ کې د ولسمشر سلاکاران هر یو ښاغلی ملکزی او ښاغلی اکلیل حکیمي اصلي تورن کسان دي. که زه تورن وم، نو اکلیل حکیمي هم د جرم شریک دی.

د څېړنې پلاوي څرګنده کړه: ښاغلی وحیدي د لنډ مهاله ریال تایم سیستم پر لګولو او له دغه سیستمه څارنې ته د اجازې نه ورکولو، د ریال تایم سیستم د پېریدلو په غوښتنه، له واحدې سرچینې څخه د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې په راټولولو، د ۱۲ میلیون افغانیو پر ارزښت د دغه سیتم د بشپړې پېرودنې، د ځانګړې ګټې لپاره د کریدت کارتونو د لس سلنې د راټولولو او په دې اړه د ۳۷ نا اړینو کارمندانو استخدام د تورونو ستره برخه جوړوي.   

د ښاغلي وحیدي مدافع وکیل محمد علي فرهنګ وايي، چې د موبایل کردیدت کارتونو د مالیې را ټولولو وړاندیز د مالیې د وزیر په غوښتنه د ولسمشر لخوا لاسلیک شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې دا تورونه ټول سیاسي دي؛ د څېړنې بهیر نامسلکي او د قانون خلاف تر سره شوی دی.

په پای کې د قضايي پلاوي رييس محمد زمان سنګري د ښاغلي وحیدي قضايي غونډه بي پایلې اعلان کړه.

اداري فساد لویه ستونزه ده، چې افغان حکومت یې په کابو کولو کې کمزوری دی او دغه راز حکومت تر دې دمه د هغو تورونو په اړه ، چې د اړوند ادارو پر ځینو اشخاصو ولګول شول، څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version