تازه خبرونه
د مخابراتو د پخواني وزیر دوه یمه محکمه هم بې پایلې پای ته ورسیده
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي پر پخواني وزیر وحیدي تور دی، چې ۱۶ میلیون افغانۍ یې بې ځایه لګولي او ۳۷ کسان یې په لنډمهال ډول استخدام کړي وه.
د محکمې په دوه یمه ناسته کې قضایي پلاوي یو ځل بیا د وحیدي دوسیه پرانیسته.
د قضیې څارنوال وایي؛ د ښاغلی وحیدي په کاري چارو کې نیمګړتیاوې شته، چې باید عدالت ته ورسیږي.
د دوسیې د څېړنې پلاوي غړی حکمت الله ناصري څرګنده کړې، چې: نوموړي په یاد وزارت کې ریال تایم سیستم تر خپل انحصار لاندې رامنځته او د عامه دارایۍ ورکیدو ته یې زمینه برابره کړې ده.
د مخابراتو پخوانی وزیر د دغې ادعا له ردولو سره وایي، د کریدت کارتونو پیسې د مالیې وزارت په همکارۍ ټولې شوي او د مالیې پخوانی وزیر هم باید د ده تر څنګ وای او ځواب یې ورکړی وای.
ښاغلی عبدالرزاق وحیدي په ډاګه کړې؛ هیڅ داسې سند نشته، چې د ده فساد ثابت کړي او په خبره یې د حکومت د دسیسو قرباني شوی دی.
په دې ناسته کې، چې نږدې څلور ساعته روانه وه؛ قضایي پلاوي ویلي، چې دغه دوسیه دې نوره هم وڅېړل شي.
د قضایي پلاوي رییس محمد زمان سنګري وایي: دوسیه بشپړه شوې نده په بله ناسته کې به پرې خبرې وشي.
دا لومړی ځل دی، چې د کابینې یو پخوانی وزیر محاکمه کیږي؛ خو دا، چې محکمه به څه پرېکړه کوي، تر دې دمه نه ده څرګنده.
خبریاله: یلدا درویشي