تازه خبرونه
د هرات په کهسان ولسوالۍ کې دننه چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن غرمه مهال د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د ولسوال په دفتر کې يوه زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.
د هرات والي ویاند د پېښې د رامنځته کیدو تر څنګ ویلي، چې د کهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امیر د پېښې په ځای کې وژل شوی دی.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي، چې د هرات ولایت لیرې پرتې سیمې له څوکلونو راپدیخوا د طالبانو تر امنیتي ګواښ لاندې پاتې دي.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا ندی منلی.