تازه خبرونه
د هرات د ټاکنو کمیسیون سیمه ییز چارواکي څارنوالۍ ته وروپېژندل شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي په رای پاڼو کې د لاسوهنې، د ولسي جرګې له۵۰ څخه د ډېرو نوماندانو په رایو کې د درغلیو او د رایو د ۶ صندوقونو د ورکیدو په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
په هرات ولایت کې د ټانکیزو شکایتونو کمیسیون مشره فرشته محب زیاته کړې، چې دغو کسانو د یو شمېر نوماندانو په ګټه هم درغلۍ کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوې بلې سرچینې ویلي، چې د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییس په ګډون د دغه کمیسیون دوه نور مهم غړي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه ورځو راپدیخوا معترضو نوماندانو د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دروازې مخې ته تحصن کړی دی.
د هرات ولایت د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو تر دې دمه رسنیو ته څه ندي ویلي.