تازه خبرونه
د هرات- تورغنډۍ پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې ۷ کسان مړه شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات والي ویاند ویلي، چې دغه ترافیکي پېښه د دوشنبې پر سهار( د سلواغې لومړۍ) هغه وخت رامنځته شوه، چې یو کوچنی موتر د هرات تورغنډۍ پر لویه لار له یو باربري موتر سره ټکر شو.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، په دې پېښه کې د واړه موتر ټولې اووه سپرلۍ مړې شوې دي.
د افغانستان په لویو لارو کې ترافیکي پېښې هر کال زرګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړوي.