تازه خبرونه
د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې ۷۷ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې- چارواکي
د هرات والي ویاند جیلانی فرهاد ویلي، چې د پنجشنبې پر شپه( د لړم ۲) وسلوالو طالبانو د هرات په چشت ولسوالۍ کې پر یوې پوستې برید وکړ. له برید وروسته پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه تر سره شول، چې په کې ۶۲ وسلوال وژل شوي او ۱۵ نورټپیان دي.
د هرات والي ویاند دا هم ویلي، چې په دغه برید کې ملکي خلکو ته زیان ندی رسیدلی.
د هرات د ولایتي شورا غړی محمد سردار بهادري ويلي، چې د وسلوالو له ځپلو هرکلی کوي؛ ځکه، چې په ولسوالیو کې له یوې اوونۍ را په دیخوا د طالبانو فعالیتونه ډېر شوي او په ښار کې هم د ترور کچه لوړه شوې ده .
د هرات د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ طالبان به ترهغې پورې ځپل کیږي، چې د خبرو میز ته نه وي حاضر شوي.
دغه راز په هرات کې مدني فعالانو ويلي، چې خلک له جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او په هېواد کې د یوې عادلانه سولې د ټینګښت غوښتنه کوي.
طالبانو تر دې دمه د یادو بریدونو په اړه څه ندي ویلي.