تازه خبرونه
د هرات ولایت د زنده جان ولسوال په ماین چاودنه کې وژل شوی
د هرات پولیسو څرګنده کړې، چې دغه پېښه د شنبې پر ورځ له غرمي وروسته هغه مهال را منځته شوه، چې ولسوال د تره کي په اړوند سیمه کې روان و، چې پر موتر یې وسلوال برید وشو. کله ، چې ولسوال د وسلوالو د څارنې پسې ورځي؛ پرې په سیمه کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کوي.
د هرات د پولیسو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست فرزاد فروتن وايي، چې په دې پېښه کې ولسوال او د هغه ورور ووژل شول او پېنځه ساتوونکي یې ټپیان دي.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
مدني فعالان د هرات ناامنیو اندېښمن کړي دي.
مدني مخکښ جواد نومی وایي، په سیمه کې طالبان پراخې هڅې لري او په ماین چاودنو کې د ملکیانواو پوځیانو په نښه کیدل د اندېښنې وړ دي.
مدني مخکښ سید اشرف سادات وایي؛ طالبان له امریکا سره د سولې د هوکړې په درشل کې دي او غواړي پر جګړییز ځواک تمرکز ډېر کړي، چې په خبرو اترو کې ډېر امتیاز خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې په فراه کې د ملکیانو د لیږد پر موتر ماین چاودنې ۳۵ ملکیان ووژل او ۲۷ نور یې ټپیان کړل.