تازه خبرونه
د مشرانو جرګې رییس د حلیم تنویر د نیولو غوښتنه وکړه
له هغې وروسته، چې د ملي وحدت حکومت دې پخواني سلاکار دوه ورځې مخکې په آلمان کې د وزیر محمد ګل خان مومند د درناوي په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته د افغانستان د قومونو سپکاوی کړی، چې د خلکو بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول او اوس د مشرانو جرګې رییس د نوموړي د نیولو او محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ټینګار کوي، چې قومونو ته سپکاوی د خلکو لپاره د منلو ندی او د دا ډول دسیسو مخه باید ونیول شې.
نوموړي زیاته کړې، چې حلیم تنویردې د انترپول پولیسو لخوا له نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمدعلم ایزدیار ټینګار کړی، چې حلیم تنویر قومي او ژبنیو شخړو ته لمن وهلې او حکومت باید د دې کړنو مخه ونیسي.
د مشرانو جرګې غړي ټینګار کوي؛ اوس افغانان په دې پوه شوي، چې څنګه قومي شخړو ته ځواب ووایي او د افغانستان دښمنان په دا ډول خبرو سره نشي کولی د خلکو ترمنځ قومي لانجې رامنځته کړي.