تازه خبرونه

د مزاري پر تلینغونډې برید باید بشپړ وڅېړل شي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۷, ۱۳۹۸)

کریم خلیلي او محمد محقق ویلي، که حکومت د تېرې ورځې په برید کې لاس نلري، باید بشپړ وڅېړل شي.

د حزب وحدت اسلامي د پخواني مشر عبدالعلي مزاري پر تلینغونډې له برید وروسته د دې ګوند دواړو مشرانو له حکومت غوښتي، چې دا پېښه دې هر اړخیزه وڅيړل شيي.

محمد کریم خلیلي او محمد محقق ویلي، چې که حکومت په دې پېښه کې لاس نلري، باید د حقیقت موندنې پلاوی وټاکي.

د سولې عالي شورا مشر او  د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر ویلي؛ د پېښې څېړنې ته باید د حقیقت موندنې پلاوی جوړ شي او په خبره یې هیڅ پلمه ورته د منلو نده.

د نوموړي د څرکندونو له مخې؛ پېښې ته باید پوره پاملرنه وشي؛ سږ کال بیا د وژنې ډګر شو. د دې حرکت معنا څه نده. یعنې دا خلک باید مړه شي؛ د سیاست او ټولنې له ډګره ووځي. دا مونږ ته د منلو نده؛ نه د دولتي مسوولینو او نه د دولتي ارګانونو پلمې د منلو دي.  

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق ویلي، د پېښې قربانیانو د درناوي لپاره نه حکومت غمشریکي کړې او نه هم نړیوالې ټولنې.

 دی ادعا کوي، چې ارګ میشتو ویلي، ولې د  هزاروو مشران له منځه نه دي تللي.

 د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امنیتي ځواکونو د پلټنې مخه نیولې. په داسې حال کې، چې امنیه قومندان د لوړ پوړیو ودانیو پر پلټنې ټینګار کړی او برید هم له هغه ځایه شوی، چې د پلټنې اجازه چاته نده ورکړ شوې.

نوموړی وایي؛ په دې پېښه کې ۷۰ کسان وژل شوي او له ۸۰ ډېر ټپیان دي. له دې پېښې باید حکومت لړزیدلی او ملي نماتم یې اعلان کړی وای او د خواشینۍ څرګندونه یې کړې وای، د څېړنې یو پلاوی یې ټاکلی وای، چې ټولو قناعت کړی وای.

ولسمشر اشرف غني غني له غمشریکي وروسته امنیتي مسوولینو ته امر کوي، چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړې: شکر دی، چې له دې ترورستي پېښې جناب داکتر عبدالله، استاد خلیلي او استاد محقق او نور مشران او د غونډې ګډونوال روغ رمټ وتلي دي.

امریکا او ملګرو ملتونو هم دې برید ته د جنایت نوم ورکړی دی.

د عبدالعلي مزاري پر تلینغونډه  د برید مسوولیت داعش ډلې منلی او څرګندوي، چې برید یې دوه ملګرو کړی او د هغوی عکسونه یې هم خپاره کړي دي.

Trending

Exit mobile version