تازه خبرونه
د هرات په احمد آباد سیمه کې دری امنیتي کارکوونکي وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هرات والي ویاند وایي، نن سهار د هرات ـ اسلام کلا پر لار د احمد آباد په سیمه کې وسلوالو درې امنیتي سرتېري وژلي دي.
د هرات والي ویاند جیلانی فرهاد وایي؛ وژل شوي کسان یوه پولیسه، د اسلام کلا د ګمرګ د کشف او بایو متریک آمرین دي.
د دې سیمي اوسیدونکي وايي، په دې سیمه کې د وسلوالو فعالیتونه ډېر شوي دي.