تازه خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر دوسیه وروستۍ شوې نه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالي وایي، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي دوسیه به په نږدې راتلونکې کې بشپړه شي.

د عبدالرزاق وحیدي دنده اته میاشتې مخکې د ولسمشر لخوا د مالي فساد په تور وځنډول شوه؛ خو اجرائیه رییس څو ورځې مخکې وویل، چې لویې څارنوالۍ له څېړنو وروسته ښاغلی وحیدي سپین وتلی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د اجرائیه رییس هغه خبرې دوي، چې ویلي یې ول، وحیدي له لویې څارنوالۍ سپین وتلی دی.

د نوموړي په وینا؛ د ښاغلي وحیدي قضیه اوس هم تر کار لاندې ده او ډېر ژر به یې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي څرګنده کړې، چې لویې څارنوالۍ د ده له دوسیې سره سیاسي چلند کړی او تر سیاسي فشارونو لاندې دی.

هغه ټینګار کړی، چې دغه بنسټ یې د دوسیې د وروستي کولو وړتیا نه لري.

هغه زیاتوي، ما تر دې دمه د ځان د ګوښه کیدو لامل نه دې موندلی او لامل یې هم روښانه نه دی.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمیتې اته میاشتې مخکې ویلي وه، چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی او د کریدت کارتونو د مالیاتو ټولولو لپاره یې روڼ سیستم  هم نه دی جوړ کړی او له همدې کبله ډېرې پیسې بې ځایه تللي دي.

Trending

Exit mobile version