تازه خبرونه
د هرات- کندهار پر لویه لار ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
امنیتي چارواکي وایي، نن له غرمې مخکې د هرات- کندهار پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ۶ کسه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د فراه ولایت امنیه قومندانۍ د پولیسو آمر زیاته کړې، چې دغه ترافیکي پېښه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ د فراه رود په اړوند سیمه کې د تونس او فیلدر موترو له ټکره رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ په مړه شويو کې يوه ښخه هم شته.
هغه د دغې ترافیکي پېښې لامل د دواړو موترو د دریورانو بې پامي په ګوتو کوي.
د چارواکو په وینا؛ ټپیان د سیمې اړوند روغتون ته لیږدول شوي دي.