تازه خبرونه

د هرات هوايي ډګر قومندان رسولي ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هرات کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د هېواد  له پلازمېنې  کابل څخه دې ولایت ته ورغلي  پلاوي د هرات هوايي ډګر  ډګر قومندان عبدالحی رسولي نیولی دی.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پېښه مني؛ خو رسنیو ته یې ویلي، چې د نوموړي د نیول کیدو د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه لري.

یوې دولتی سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د هرات د هوایي ډګر قومندان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی؛ خو پولیس په دې اړه څه نه وایي.

Trending

Exit mobile version