تازه خبرونه
د هرات هوايي ډګر قومندان رسولي ونیول شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هرات کې چارواکو په ډاګه کړې، چې د هېواد له پلازمېنې کابل څخه دې ولایت ته ورغلي پلاوي د هرات هوايي ډګر ډګر قومندان عبدالحی رسولي نیولی دی.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پېښه مني؛ خو رسنیو ته یې ویلي، چې د نوموړي د نیول کیدو د څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات نه لري.
یوې دولتی سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د هرات د هوایي ډګر قومندان د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی؛ خو پولیس په دې اړه څه نه وایي.