تازه خبرونه
د هرات په غوریان ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۶ پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هرات ولایت کې چارواکي وایي، چې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله ۴ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد د پېښې پخلی کړی او وایي، چې د یادې ولسولۍ په زاړه ښار کې د پولیسو رنجر موتر د ګزمې په حال کې و، چې د سړک غاړې څارن ماین پرې چاودنه کړې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې ۴ پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه دا هم وویل، چې دغه ماین تازه د وسلوالو مخالفینو لخوا په اړوند سیمه کې ځای پر ځای شوی و.