تازه خبرونه

د کابل د علماوو مشر بصیر حقاني په کابل کې ووژل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل د عالمانو شورا مرستیال ګل احمد صدیقي ویلي، چې د دغې شورا مشر مولوي عبدالبصيرحقاني د شنبې پر ورځ له غرمې وروسته څه نا څه ۳ بجې د کابل ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا ووژل شو.

د کابل پوليسو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مولوي حقاني په رسنيو کې د حکومت په پلوۍ يو اړخيزې توندې څرګندونې کولې.

نوموړی د اکوړه خټک له دارالعلوم حقانیه فارغ، د بغلان ولايت د پلمخري ولسوالۍ اوسیدونکی و، چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا په کابل کې اوسیده او په خپلو ويناوو او تلويزوني مرکو کې به يې د حکومت په پلوۍ او تندې څرګندونې کولې.

مولوي حقاني ته نږدې سرچينو ويلي، چې نوموړی په کابل ښار کې د جوماتونو د امامانو او عالمانو په چارو کې هم حکومتي مسوولیت درلوده.

کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، چې پېښه له غرمې مخکې ۱۱ بجې رامنځته شوې؛ د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د قتل په تور هم یو کس نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version