تازه خبرونه
د کابل ولایت د ولسي جرګې ټاکنې باطلې شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د دغه کمیسیون مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۱۵) د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې په ډاګه کړه، چې د کابل ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او اړوند قوانین تر پښو لاندې شوي دي.
د دغه کمیسیون ویاند علي رضا روحاني څرګنده کړې؛ د کمیسیون ټولو غړیو پرېکړه کړې، چې د درغلیو په اړه شواهدو او اسنادو ته په کتو د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو ټولې رایې باطلې کړي.
تر دې دمه پرې بشپړې څرګندونې له رسنیو سره شریکې شوې ندي.
د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۸ او ۲۹مه تر سره شوې وې.