بلخ @ps
د فاریاب په پښتونکوټ کې طالب مرستیال ولسوال ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
کورنیو چارو وزارت د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د مرستیال ولسوال له وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې حیات الله نومی طالب مرستیال ولسوال تېره ورځ( د مرغومي ۱۵) د دغې ولسوالۍ په حسن بلاق کلي کې له خپل یو بل طالب ملګري سره تر هوایي برید لاندې راغلي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.