تازه خبرونه

د کابل او کوچیانو د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوشنبې پر ماښام( د مرغومي ۲۴) د کابل او کوچیانو د پارلماني ټاکنو د نوماندانو لومړنۍ پایلې اعلام کړې.

د ټاکنو کمیسیون لخوا په اعلام شوي نوملړ کې حاجي اجمل رحماني، عبدالقیوم خیرخواه، فدا محمد الفت صالح، جاوید جیحون، رمضان بشر دوست، خان آقا رضایي، امیرګل شاهین، غلام حسین ناصري، ملا محمد خان احمدي، الله ګل مجاهد، سید محمد محمدي، میر امان الله ګذر، حاجي خان محمد وردک، قاضي میر افغان ساپی، اجمل ګلاب، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده، توفیق وحدت، عبیدالله کلیمزى وردک، حفیظ الله جلیلي، محمد فرهاد صدیقي، انورخان اوریاخېل، حاجي زړګى حبیبي، حبیب الرحمان سیاف، نجیب الله ناصر، چې په نرینه نوماندانو کې یې ډېرې رایې وړي دي.

دغه راز په ښځینه وو کې فاطمه نظري، شینکۍ کړوخېل، روبینا جلالي، فوزیه ناصریار گلدره یي، مریم سما، سلیمه نیکبین، مرسل نبيزاده، زهره نوروزۍ او جنرال نظیفه ذکي هغه کسان دي، چې د کابل د حوزې د ټاکنیزو لومړنیو پایلو په نوملړ کې یې نومونه راغلي دي.

دغه راز د کوچیانو په حوزه کې درې ښځې او اووه نرینه دي، چې لس څوکۍ ورته ځانګړې شوي؛ الحاج شاه وزیر تره خېل، حبیب الرحمان افغان، میرویس حسین خېل، ننګیالی لونګ، حاجي پرویز عربزاده، حیدرجان نعیم زوی، رسول خان کوچی، حمیده احمدزۍ، مریم سلیمانخېل او فرزانه کوچۍ په لومړنیو پایلو کې د پارلماني ټاکنو بریالي نومندان دي.

Trending

Exit mobile version