تازه خبرونه

د کابل د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته، پاتې نوماندانو اعتراض کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته، څه نا څه څلور سوه نوماندانو اعتراض کړی او اړوند اعلام شوې لومړنۍ پایلې نه مني.

د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایله له پېنځه شپیته ورځني ځنډ وروسته اعلام شوه او د ځینو نوماندانو اعتراضونه یې را وپارول.

هغه نوماندان، چې د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړني نوملړ کې  نه لیدل کیږي؛ ادعا کوي، چې د درغلیو سندونه لري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر پراخ فساد تورن کړی دی.

متعرض نوماند شیرآب الدین سیار وایي؛ هغو کسانو، چې پارلمان ته لار موندلې یا شتمن دي او یا د جنګسالارانو له ملاتړ برخمن دي.  

د کابل یو بل معترض نوماند سید علي وایي؛ په دې ټاکنو کې د مالي فساد، سیاسي فساد او اخلاقي فساد بېلابېلې بڼې وکارول شوې، چې نه یوازې دغه کمیسیون ته د شرم وړ کار نومل شوی، بلکې ملامت هم دی.           

دوی د دغو ټاکنو د لومړنیو پایلو د لغوه کیدو غوښتنه لري او وایي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د دې ستونزې چاره کولی شي.

معترض نوماند فضل من الله ممتاز وایي، چې داد دیموکراسۍ د نظام پایله ده! ښه به دا وي، چې( د ملا عمر نظام یې وبولو).

متعرضه نومانده شکیبا توسلي څرګنده کړې؛ د ټاکنو کمیسیون پخپله ژبه راته وویل، چې پیسې ولګوه ښه پایله به درته اعلام کړم. نور؛ نو شرم دی دوی ته.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، چې د تاکنو خپلواک کمیسیون د لومړنیو پایلو له اعلام ورسته له معترضو نوماندانو وغوښتل، چې که کوم شکایت لري؛ نو په اته څلویښت ساعتونو کې دې خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې ثبت کړي.

سیاسي ګوندونه تر ولسمشریزو ټاکنو پورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ترکیب کې د بدلون غوښتنه لري او د ولسي جرګې د تاکنو لومړنۍ پایلې هم مشروع نه بولي.

د حزب اسلامي جګپوړی غړی همایون جریر وایي، چې دا پایله ټاکنو ته د شرم وړ ده. سیاسي ګوندونه دا پایلې نه مني او مشروع هم نده؛ باید لغو شي.     

د  کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلام ډېر وخت واخیست؛ خو د تاکنو څاروونکي بنسټونه وایي، چې په دې موده کې هم کمیسیون ونه توانیده، چې سمه او حسابي پایله اعلام کړي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ غړې مریم آروین بارکزۍ وایي، چې ټاکنې د منلو وړ نه وې؛ نو پایلې یې هم نه منل کیږي؛ ځکه، چې په ګرو شوي وخت کې یې هم ونشو کولی، چې رڼې او له تمې سره سمې ټاکنې اعلام کړي.                

 کومو نوماندانو، چې د کابل د ولسي جرګې د تاکنو د لومړنیو پایلو له اعلام وروسته اعتراض کړی وایي؛ که یې غوښتنې ونه منل شوې، د اعتراضونو لمن به یې پراخه شي.

Trending

Exit mobile version