تازه خبرونه

د کابل پر ګرین ویلیج میلمستون د تېرې شپې د برید قربانیان اکثره ملکیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند پر ګرین ویلیج میلمستون د تېرې شپې د برید قربانیان اکثره ملکیان دي.

له موتربم چاودنې دولس ساعته وروسته، د ګرین ویلیج میلمستون په شاوخوا کې نه یوازې کنډوالې ولیدل شوې، بلکې نیم خوړل شوي خواړه هم لیدل کیږي، چې د تر سره شوي برید قوت ښیي. ګرین ویلیج د بهرنیانو میلمستون دی.

زیانمن غلام جیلاني وایي؛ مونږ د سیمې استوګن وایو، چې دغه میامستون دې بل ځای ته ولیږدول شي.         

بل زیانمن میرزا نومي څرګنده کړې، چې دا ټوله مرګ و ژوبله د همدې میلمستون له کبله رامنځته شوې. دا باید لدې سیمې ولیږدول شي.       

دا برید دومره ځواکمن و، چې په څو سوه مترۍ کې یې د سیمې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

ټپي نصرت وایي، چې ښیښه مې پر سر ولګیده او زما په ګډون د کورنۍ څلور غړي مې ټپیان شول.   

حاجي عبدالله نومی زیانمن وایي؛ یوازې لس کسه وطنداران مې وژل شوي، چې جسدونه یې ورک دي او په کورنۍ کې مې یوازې ۷ کسان ټپیان لرم.  

زمونږ خبریال شاپور فرهمند، چې د پېښې ځای ته ورغلی وایي، چې د پېښې له ځایه په شاوخوا یو کیلو متر ساحه کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د کورنیو چارو وزارت موندنې ښیي، چې دا برید له مسافر وړونکي موتر څخه په استفاده تر سره شوی او په کې څلور تنه د ګرین ویلیج د دوه ساتوونکیو په ګډون وژل شوي او ۱۱۴ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش زیاتوي، چې د کمپ کسانو ته زیان ندی رسیدلی او اوسمهال د پېښې پر څرنګوالي کار روان دی.          

د دې برید مسوولیت طالبانو منلی دی او په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې یې څرګنده کړې، چې لومړی یو موتر بم والوځول شو او وروسته څلور تنه جنګیالي ودانۍ ته ننوتل او بهرنیو ځواکونو ته یې تلفات واړول.

کابل په وروستیو میاشتو کې له نسبي آرامۍ وروسته د څو خونړیو بریدونو لیدونکی پاتې شوی دی.

Trending

Exit mobile version