تازه خبرونه

د چابهار له لارې د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه هند ته ولیږل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

که څه هم افغانستان په تېرو څو کلونو کې لدې بندر سره نښلول شوی؛ خو د لومړي ځل لپاره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه په ۲۳ کانتینرونو کې له نیمروز ولایت څخه چابهار بندرته ولیږدول شوه، چې هند ته صادر شي.

د افغانستان ولسمشر نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې څرګنده کړې،  چې چابهار د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد په زیاتوالي کې مناسب بندر دی او افغانستان د آسیا پر څلور لاري بدل شوی دی.

ولسمشر غني ویلي؛ افغانستان، چې یو واردونکی هېواد و اوس د بدلون په حال کې دی او د آسیا پر څلور لاري بدل شوی دی.

ولسمشر دا ټینګار هم کړی، چې د هېواد صادرات په تېر یو کال کې یو میلیارد دالرو ته لوړ شوي، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې به دغه کچه دوه برابره شي.

په افغانستان کې د ایران او هند سفیران، چې له ولسمشر سره په دې سفر کې ملګري وه؛ څرګندوي، چې چابهار په سیمه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مناسب بندر دی.

د ایران سفیر  احمد رضا بهرامي ویلي؛ د دغه جشن پیام  سیمه ییز ګډون او د سیمې د هېوادونو نښلول دي. دغه راز له سیمه ییزې سیالۍ د ځان ژغورنې تر څنګ د سیمه ییزو هېوادونو ښکېلتیا د دې بندر وړتیاوې ښې کړي او نورې برخې به یې هم  پراخې شي. دغه لار د سیمې او مرکزي آسیا د راتلونکې لپاره ده.

په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومارهم د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې د سیمې د هېوادونو ونډه وستایله او وایي، چې چابهار د سیمې د هېوادونو او هند تر منځ  د اړیکو نښلوونکی دی او دا لومړي ځل دی، چې د افغانستان سوداګریز توکي لدې لارې هند ته لیږدول کیږي.

د ټولګټو وزیر وایي، چې پر چابهاربندر د افغانستان ۱۵۰ شرکتونو پانګونه کړې ده.

د ټولګټو وزیر یما یاری زیاتوي؛ د لومړي ځل لپاره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه په ۲۳ کانتینرونو کې، چې د نورو سوداګریزو توکو په ګډون په کې مۍ او تالک ډبرې بار دي له چابهار بندر څخه هند ته ولیږدول شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ چابهار د سیمې د سوداګرۍ لپاره نوی فصل پرانستی او له ترانزیتي انحصار څخه د افغانستان په ژغورنه کې مرسته کوي.        

لدې وړاندې افغانستان د لاجورد له لارې د اروپا له بازارونو سره ونښلول شو؛ خو چابهار بندر د هېواد د صادراتو لپاره تر ټولو ښه او ارزانه لار ده.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version