تازه خبرونه

د کابل د کارته سخي په اړوند سیمو کې چاودنو مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار د کارته سخي په اړوند سیمه کې درې بېلابې چاودنو مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده.

کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو څرګنده کړې؛ په دې چاودنو کې ۶ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته او اوسمهال علي آباد روغتون ته لېږدول شوي دي.

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې د نوي ۱۳۹۸ لمریز کال د کابل پر نوروز مراسمو بریدونه غندلي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې یو شمېر هېوادوال زیانمن شوي دي.

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د نوروز مراسمو د تر سره کولو په حال کې و، چې له دغې دردناکې پېښې خبر شو او دغه بریدونه یې د افغانستان د خلکو پر ملي، فرهنګي او عنعنوي ارزښتونو ښکاره برید وګاڼه.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، چې د علی آباد په بېلابېلو کوڅو کې ځای پر ځای شویو  درې کړۍ ماینونو چاودنه کړې، چې یاد ځاني زیانونه یې رامنځته کړي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په بلخ، هرات او کابل کې ۲۰ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version