تازه خبرونه
د کابل د ټاکنیزې حوزې په اړه د شکایتونو څېړنې به ژر بشپړې شي
د تړلیو دروازو شاته په ټاکیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پر رای پاڼو څېړنې روانې دي؛ خود څېړنو څرنګوالی مبهم دی.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو څېړنې پای ته نږدې دي او د وروستیو پایلو اعلام ته چمتووالی نیول شوی.
د کمیسیون په وینا، د شنبې له ورځې به د کابل رایو د څېړنو د تطبیق بهیر د تاکنو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو د ثبت په مرکز کې پیل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي قاسم الیاسي وایي، د کابل ولسي جرګې د ټاکنو په وروستیو پایلو کې به بدلون راشي او د وروستیو پایلو اعلام ته چمتووالی نیول شوی.
د کابل رایو د باطلیدو ټاکنه هم د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون پر میز وه؛ خو اوس، چې د رایو ستره برخه څېړل شوې، د دې غوراوي د ټاکنې احتمال هم ډېر کم شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له څېړنو وروسته د څېړنو د تطبیق بهیر پیلیږي او ور سره به د کابل وروستۍ پایلې هم اعلام شي.
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸ تر سره شوې، چې تېره یوه نیمه لسیزه کې تر ټولو جنجالي ټاکنې وې. د کابل حوزې معترض نوماندان وایي، د درغلیو کچه لوړه وه او د دې امکان نه و، چې تورې رایې له سپینو هغو بېلې شي، له همدې کبله معترض نوماندان د کابل رایوو د باطلیدو غوښتنه لري.
خبریال: باعث حیات