تازه خبرونه

د کابل ولایت د پایلو شل په سلو کې رای پاڼې ورکې شوي- کمیسیون

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو شل په سلو کې پاڼې لادرکه شوي؛ ځکه، نو د پایلو اعلان ځنډیدلی دی.

په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې په دوه ویشت ناحیو او څوارلس ولسوالیو کې له ګڼو نیمګړتیاوو سره مل تر سره شوې، چې د شپږ میاشتو په تېریدو اوس هم د دغه ولایت پایلې ندي اعلان شوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون منشي قاسم الیاسي ويلي؛ دوی د کابل د پایلو لپاره د رای پاڼو ارزونه پیل کړې، خو شل په سلو کې د پایلو رای پاڼې لادرکه دي او دې چارې وروستۍ ارزونه هم له ځنډ او خنډ سره مخ کړې ده.

د ټاکنو څارونکيو بنسټونو ويلي، چې د کابل د رای پایلو د پاڼو ارزونه د قانون خلاف کار دی او مطلوبه پایله به ورنکړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي ريیس یوسف رشید زیاتوي، چې د رای پاڼو د پایلو څېړل له اعتراضونو او شکایتونو پرته د ټاکنو قانوني پړاوونه له پوښتنو سره مخ کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی منشي داوود علي نجفي وایي؛ زما انګیرنه داده، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رښتینې او نارښتینې رایې بېلولی نشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به د پایلو له تر لاسه کولو سره سم  د کابل وروستۍ پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي، چې  د ولسي جرګې د پایلو پرتلنه به درې – څلور ورځې وخت ونیسي او بیا به وروستۍ پایلې اعلام شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د کابل ولایت د ولسي جرګې له غړیو پرته ملي شورا پرانیستله؛ خو د ولسي جرګې د ا داري پلاوي ټاکنې د کابل د پایلو د ځنډيدو له کبله یوه اوونۍ شاته وغورزول شوې.

Trending

Exit mobile version