تازه خبرونه

د کابل د ولسي جرګې متعرضو نوماندانو د ټاکنو کمیسیون لار وتړله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په درشل کې؛ معترضو نوماندانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورغلې لار وتړله.

د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په درشل کې دوی د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر په وړاندې ټول شوي او کمیسیون ته یې تلونکې او راتلوونکې لارې تړلي دی.

د ټاکنیزو کمیسیونونو له کړنو ناراض نوماندان وایي، د کابل ولسي جرګې ټاکنو پایلې دې باطلې شي او دا یې د سرې کرښې غوښتنه ده.

د کابل معترض نوماند حسن جان دولت‌زی وایي، چې ولسمشر او د کمیسیونونو کمیشنران دې وپوهیږي، چې د کابل د رایو ابطال مونږ ته سره کرښه ده.

بل متعرض نوماند شیرآب‌الدین سیار وایي، چې  مونږ د ټاکنو کمیسیون دروازې تړلي؛ تر هغې، چې زمونږ غوښتنو ته مثبت ځواب ویل شوی نه وي مونږ به خپلې هڅې روانې ساتو.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، پرتلیز عدالت تامین شوی او ښایي راتلوونکې دوشنبه یا سې شنبه به وروستۍ پایلې اعلام شي.

متعرض نوماندانو ويلي، د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون څېړنو روڼتیا تامین نه کړه.

متعرضه نومانده شریفه شېرزاد وایي، چې زمونږ شکایتونو ته له لاسرسي پرته دوی نوملړ وروستی کوي او ټاکنو کمیسیون ته یې لیږي.

متعرض نوماند رجب علي اندیشمند وایي؛ دوی، چې کوم ریزلت شیتونه څېړلي په ټوله کې ۵۰  په سلو کې له کمیسیون سره نشته.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون منشي قاسم الیاسي وایي؛ کیدی شي تر دوشنبې پورې وروستۍ پایلې اعلام شي او که تطبیقات بیا چک شي پایلې به تر سې شنبې وځنډیږي.     

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي؛ د رایو د ثبت په مرکز کې کار چټک روان دی، چې وروستۍ پایلې به یې  ژر اعلام شي.

د ټاکنو خپلواک کميسیون مرستیال سید عصمت الله مل هم تاییدوي چې د کابل د ولسي جرګې ټاکنو پایلي د شل سلنه رایوو په نه شتون کې اعلامیږي.

معترض نوماندان وایي، چې درغلي پراخه وه او نشي کیدای عدالت تامین شي؛ خو ټاکنیز کمیسیونونه وایي، پرتلیز عدالت یې تطبیق کړی دی.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version