سیمه ییز خبرونه
د فراه د مرکز او جویان ولسوالۍ سړک ګټې اخیستنی ته وسپارل شو
د ټولګټې وزیر وزیر محمود بلیغ وايي، په دغه ولایت کې به د باغ پل د سړک او د فراه ښار د واټونو د جوړولو ترڅنګ د ابوالنصر فراهي د سړک جوړولو چاري هم په نږدي راتلونکي کې پیل شي.
د فراه والي محمدعارف شا جهان وايي، د ټولګټې وزیر یو سړک ګټې اخیستني ته و سپاره او د یو شمېر نور پروژو د پلي کولو ډاډ يي ورکړ، چې دا کار د فراه خلکو ته هیلي وربښي.
د فراه د ولایتي شورا رییسه جمیله امیني هم وايي، چې د ټولګټې وزارت له خوا که د ابوالنصر فراهي سړک جوړشي په دې ولایت کې به خلکو ته د کار ترڅنګ د اقتصا دي پراختیا زمینه هم برابره شي.
له تېرو پېنځه لس کلونو راهیسي په فراه ولایت کي د پراختیایي پروژو توازن ندی ساتل شوی. اوس هم په فراه کې برښنا، د څښاک پاکي اوبه او د ژوند نورې آسانتیاوي نه لیدل کیږي او خلک يي پر دولت نیو که کوي، چې له فراهیانو سره دوه ګونی چلند کیږي.
خبریال: اسلم حجاب