تازه خبرونه

د کابل بهیر درېیمه ناسته دوه میاشتې وځنډیده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل بهیر درېیمه ناسته، چې ټاکل شوې وه د وري میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې تر سره شوې وای، وځنډیدله.

د کابل بهیر ناسته، چې د افغانستان د سولې بهیر یې د اجنډا مهمه برخه وه او ولسمشر د روان کال د وري لومړۍ اوونۍ د ناستې د پیل نېټه یاده کړې وه؛ د ولسمشر له ژمنې څلور میاشتې تېرې شوي او اوس هم معالومه نده، چې د کابل ناسته به کله تر سره کیږي.

د کابل بهیر د درېیمې ناستې په اړه ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې پر ۲۲ ویلي وه، چې: د وري په لومړۍ اوونۍ کې د سولې له خوندیتوب وروسته به د کابل درېیمه ناسته تر سر شي او په هغې کې به پر تلپاتې سولې او د هېواد پر بسیاینې بحث او خبرې وشي.

دغه ژمنه ماته شوې او تر اوسه هم معالومه نده، چې د کابل بهیر د درېیمې ناستې د ځنډیدو دلیل څه دی.

سیاسیون وایي، په هېواد کې بې ثباتي د دې سبب شوه، چې په دې ناسته کې د بهرنیو شتون پیکه وي، تر دې بریده، چې ناسته یې وځنډوله.

سرچینو ویلي، چې د کابل بهیر درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون احتمال شته.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی عرفان الله عرفان وایي، چې د کابل درېیمه ناسته د قطر د دوحې له ناستې سره نښلول شوې وه؛ خو هغه ناسته وروستۍ نشوه، چې طالبان هم ورته رابلل شوي وای.

که څه هم د کابل بهیر درېیمې ناستې د جوړیدو دقیقه نېټه معالومه نده؛ خو بهرنیو چارو وزارت وایي، د اجنډا پر څرنګوالي یې کار روان دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي: د کابل ناسته تر سره کیږي؛ خونېټه یې تر دې دمه ځانګړې شوې نده او د ناستې پر اجندا کارروان دی.             

که څه هم افغان حکومت د کابل بهیر له لومړۍ ناستې تر اوسه حکومت له طالبانو سره مخامخ او له وړاندې شرط پرته خبرو ته چمتووالی ښودلی؛ خو تمه ده، چې د کابل بهیر درېیمه ناسته بل ډول وي، ځکه د اجنډا لویه برخه یې د افغانستان د سولې پر بهیر راڅرخي.

Trending

Exit mobile version