تازه خبرونه
د کابل مندوي د وچې میوې په دوه مارکیتونو کې لسګونه هټۍ سوځیدلي
هټیوال وایي، په اورلګیدنه کې د دواړو مارکیتونو د وچې میوې لسګونه هټیو اور واخیست او هټیوال یې میلیونونه افغانۍ زیانمن کړل.
هټیوال حاجي سلیمان وایي: مونږ پخپلو سترګو ولیدل، چې پر مارکیت اورولګیده؛ وچې او تازه میوې وسوځیدې.
جمعه خان نومی یو بل هټیوال وایي، چې نږدې ۷۰- ۸۰ هټۍ سوځیدلي دي، چې په هر یو کې یې د لسګونه زره افغانیو مال و او ټول یې وسوځیدل.
کابل والي حیدري وایي، چې د اوروژنې موتر د پېښې ځای ته ژر ورسیدل؛ خو د مندوي نامعیاري جوړښت د دې لامل شو، چې اور ژر مړ نشي.
کابل والي محمد یعقوب حیدري زیاتوي مونږ منو، چې په دې وروستیو کې اورلګیدنې ډېرې شوي دي. د اورلګیدنې یو دلیل دادی، چې خصوصي سکتور ودانۍ پر معیار برابرې ندي جوړې کړي، چې ډېر ځله د اورغزیدنې لامل هم ګرځي.
دا لومړی ځل ندی، چې د کابل ښار په مندوي کې اورلګیدنه رامنځته کیږي. د خصوصي سکتور د څرګندونو له مخې؛ حکومت له اورلګیدنې وروسته د زیانمنو ملاتړ ته هیڅ پاملرنه نکوي.