تازه خبرونه

د کابل پولیسو د قومنداني مرستیال له خبریالانو بښنه وغوښته!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل پولیسو د قومنداني مرستیال نجیب الله سرتېر ساتوونکیو تېره اوونۍ ځینې خبریالان وهلي وه؛ خو د خپل کار په دفتر کې یې له خبریالانو سره د دې چلند له کبله بښنه وغوښته.

تېره اوونۍ د ترکیې پوهنې بنسټ ته د افغان- ترک ښوونځي د چارو د لیږد پر مهال پولیسو له ځینو خبریالانو سره تاوتریخجن عمل تر سره کړ. دا امنیتي مامورین د کابل پولیسو د قومندانۍ د مرستیال ساتوونکي وه.

د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال نجیب الله سرتېر ویلي؛ دا بد چلند؛ ځکه تر سره شوی، چې په اړوند سیمه کې کوم  ترهګریز برید مخنیوی شوی وي او له خبریالانو یې بښنه وغوښته.

ښاغلی سرتېر زیاته کړې؛ له خبریالانو سره د نورو امنیتي مامورینو بد چلند ځکه کیږي، چې هغوي کافي زدکړې نلري.

مخکې کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د دې پېښې په تړاو یې  دوه امنیتي مامورین نیولي او په وینا یې سرتېر ته هم انظباطي سزا په پام کې نیول شوې ده

Trending

Exit mobile version